IQNA

د رمضان په لومړۍ جمعې کې په  الاقصی جومات کې د لمانځه ولولناکه او پرتمینه اقامه

15:21 - February 21, 2026
د خبر لمبر: 3492483
ایکنا - لسګونو زرو فلسطینیانو د رمضان د مبارکې  میاشتې د لومړۍ جمعې لمونځ په مسجدالاقصی کې ادا کړ؛ دا په داسې حال کې وه چې نیواکګرو اسرائیلي  عسکرو د لارو په تړلو او پراخو محدودیتونو لګولو سره قدس ښار ته  د لمونځ کوونکو لاسرسی محدود کړی و.

 ایکنانیوز د فلسطین د اطلاع ورکونکي  له قوله راپور راکړی، د اسلامي اوقافو ادارې او د قدس والي اعلان وکړ چې کابو  ۸۰ زره کسانو پرون د جمعې په لمانځه کې ګډون کړی و. همدارنګه د غزې او لوېدیځې غاړې د شهیدانو لپاره د غایبې جنازې لمونځ هم ترسره شو.

اسرائیلي عسکرو د قدس شاوخوا د تلاشئ ډېری  پوستې وتړلې او یوازې د «قلندیا» او «بیت‌لحم» تېرېدونکي لارې ئې د محدود سهمیې سره پرانیستې پرېښودې. راپورونه ښئي چې د قلندیا په تلاشي پوستې کې له خبریالانو، مرستندویانو او ځینو لمونځ کوونکو سره بد چلند شوی دی.

همدارنګه د صهیونیستي رژیم پولیسو لسګونو فلسطیني ځوانان د قدس د زاړه ښار په ورودیو کې ودرول او د هویت له پلټنې وروسته ئې د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله. ځینو هغو کسانو ته چې د واریدیدا د بندیز حکم ئې درلود، هم اجازت ورنه کړل شو چې مسجدالاقصی ته داخل شي.

اسرائیلي جنایتکار عسکر  د قدس د زاړه ښار او د مسجدالاقصی د انګڼونو په شاوخوا کې په پراخه کچه ځای پر ځای شوي وو او د فلزي خنډونو په لګولو او د اصلي سړکونو په تړلو سره ئې د لمونځ کوونکو د تګ راتګ لارې محدودې کړې.

د مسجدالاقصی خطیب، شیخ محمد سلیم،له مسلمانانو وغوښتل چې د رمضان میاشتې او د کال په نورو شپو ورځو کې په دغه جومات کې د  شتون لپاره دې هڅه وکړي او د هغه درناوی او سپېڅلتیا وساتي. هغه زیاته کړه،کوم کسان چې د شتون نیت لري خو د خنډونو له امله بریالي نه شي، د خدای تعالی له لوري به بشپړ اجر ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4335731

captcha